پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

دافغاني غالیوصادراتوکې زیاتوالی راغلی
نیټه: Mon, 08 Jan 2018 11:07:07 +0000

په کابل کې د افغاني غالیو د صادرونکو ټولنه وايي، سږ کال د غالیو په صادراتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

د دغې ټولنې رئیس قربان علي جمشیدزاده وایي په ۱۳۹۶ کال کې د څه باندې ۱۶۰ زره ډالرو په ارزښت ۴۸۰ متر مربع غالۍ بهر ته صادر شوي دي.

جمشیدزاده وايي، ۶۳ سلنه دغه صادرات امریکا او ۲۵ سلنه کاناډا ته وو.

د نوموړي په خبره، یوازې په تېره یو میاشت کې  د امریکا د نړیوالې پراختیايي ادارې په همکارۍ د ۴۸ زره ډالرو په ارزښت په سلګونه متره مربع غالۍ د امریکا لاس انجلس او نیویارک ښارونو ته صادر شوي دي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته