پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

رحیمي: د خیالي ښوونکو او ساختماني پروژو مخنیوی کوي
نیټه: Wed, 13 Sep 2017 10:51:35 +0000

 

د افغانستان د پوهنې وزارت وايي چې د "خیالي " ښوونکو، ښوونځیو او ساختماني پروژو په نوم به د پیسو د ضایع کېدو مخنیوی وکړي.
په افغانستان کې د «پیک» په نوم یوه څېړنیز مرکز په وروستیو کې خبر ورکړ چې داسې پټ راپورونه ورته رسېدلي چې له ۱۳۹۰ تر ۱۳۹۳ هجري لمریز کال پورې د افغانستان په معارف وزارت کې د زرګونو خیالي ښوونکو، ډېرو ښوونځیو او ساختماني پروژو په نوم ډېرې پېسې ضایع شوې دي.
د افغانستان د پوهنې وزارت مرستیال سردار محمد رحیمي وویل چې دا د مخکنۍ ادارې کار دی او نوې ادارې د فساد پر ضد مبارزه ګړندۍ کړې ده.
د افغانستان د پوهنې ورازت مرستیال وویل چې له اداري فساد سره مبارزه اسان کار نه دی، نو د ټولو چارو سمول وخت نیسي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته