پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

هند په افغانستان کې خپلې مرستې زیاتوي
نیټه: Tue, 12 Sep 2017 12:24:01 +0000

 

د هند د بهرنیو چارو وزیرې د خپل افغان سیال سره په خبرې کنفرانس کې ویلي چې هېواد يې له افغانستان سره خپلو اړيکو ته ډېر ارزښت ورکوي.
په دې خبرې کنفرانس کې د هند د بهرنیو چارو وزیرې له افغانستان سره په بېلا بېلو برخو کې د همکاريو ترڅنګ د نورو پوځي مرستو کولو اعلان هم وکړ.
هندوستان له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د همکاريو ترڅنګ د نورو پوځي مرستو  کولو اعلان وکړ.
دغه اعلان د هندوستان د بهرنيو چارو وزيرې مېرمن سوشما سوراج په نوي ډيلي کې د افغانستان د بهرنيو چارو سرپرست وزير صلاح الدين رباني سره په يوه ګډه خبري کنفرانس کې وکړ.
میرمن سوراج په دې تاکید وکړ چې له افغانستان سره اړیکې د هند لپاره د وفا او باور پر اساس دي او دواړه هېوادونه به د پولو د پورې خوا د ترورېزم، خوندي پناهځایونو او پټنځایونو له کبله د چیلنجونو په وړاندې د بري لپاره متحد پاتې شي.
تر دې کنفرانس مخکې د افغانستان او هندوستان ترمنځ د ستراتيژيک تړون د عملي کولو د کمېسيون غونډه هم وشوه، چې په کې د دواړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو پر  مشرۍ پلاوو برخه اخيستې وه.
د هندوستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په ياده غونډه کې د افغانستان پر وروستيو امنيتي حالاتو او د دواړو هېوادونو د اړيکو په پراختيا خبرې اترې وشوې.
سرچينې زياته کړې، صلاح الدين رباني د دغه کمېسيون ګډونوالو ته د افغانستان د وروستيو حالاتو په اړه معلومات هم ورکړل.
 د هندوستان د بهرنيو چارو وزيرې مېرمن سوشما سوراج ياد خبري کنفرانس ته وويل، هېواد يې له افغانستان سره خپلو اړيکو ته ډېر ارزښت ورکوي.
هغې زياته کړه، افغانستان او هندوستان په خپل ګاونډي هېواد کې د ترهګرو د خوندي ځالو او له پولې پورې غاړې د بريدونو له ننګونو سره مخ دي.
نوموړي له افغانستان سره په بېلا بېلو برخو کې د همکاريو ترڅنګ د نورو پوځي مرستو کولو اعلان هم وکړ.
د  افغانستان د بهرنيو چارو وزير وويل،  د ستراتيژيک کمېسيون په غونډه کې پرېکړه وشوه، چې دواړه هېوادونه به په امنيتي برخه کې همکارۍ زياتوي.
رباني وويل، له هندوستان سره د افغانستان نږدې اړيکې د بل کوم هېواد پر ضد نه دي، که څه هم هغه د کوم هېواد نوم وانخيست، خو هدف يې پاکستان و.
نوموړي وويل، افغانستان او هندوستان دواړه  د ترهګرۍ او سخت دريځۍ ښکار دي او پر ضد يې بايد په ګډه جدي مبارزه وشي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته