پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ټرمپ : شوروي اتحاد په افغانستان کې په روسیې بدل شو
نیټه: Thu, 17 Oct 2019 13:05:01 +0000

 

د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ په سوریې کې د روسیې د مداخلې په اړه تازه څرګندونې کړي دي.
ټرمپ په سپینې ماڼۍ کې د ایټالیا له ولسمشر سره په خبرې کنفرانس کې وویل چې مسکو په سوریه کې مداخله کولی شي خو باید په افغانستان کې هم خپله مداخله هېره نکړي.
ټرمپ وویل چې دا د سوریې خوښه ده چې له روسیې او بل هر چا سره ملګرتیا او ایتلاف ولري
ټرمپ څو ورځې مخکې هم د افغانستان په اړه په خپلو څرګندونو کې ویلي وو چې افغانان ډېر کلونوه کیږي چې جنګ کوي او همدا یې کار دی.
دا مهال په افغانستان کې شاوخوا څه باندې ۱۰زره امریکایي سرتېري مېشت دي چې افغان ځواکونه روزي، تجهیزوي او سلا مشورې ورکوي.
ټرمپ همدغه راز وویل چې روسیه له ترکیې سره ستونزه لري او د سوریې او ترکیې له پولې سره ستونزه لري چې په خبره یې دا مسئله په امریکا پورې هېڅ تړاو نلري او " هغه زموږ پوله نه ده او موږ نباید پر هغه باندې سرونه ورکړو."
ټرمپ داسې مهال په سوریه کې د روسیې د مداخلې خبره کوي چې همدا اوس د امریکا د ملي امنیت مشاور په ترکیه کې دی چې چارواکي وهڅوي د سوریې په شمال کې د کردانو پر ضد پوځي عملیات ودروي.
ټاکل شوې د ولسمشر ټرمپ مرستیال مایک پنس او د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هم په دې اړه ترکیې ته ولاړ شي.
تېره ورځ امریکا د ترکیې پر پنځو وزارتونو او وزیرانو بندیزونه ولګول.
ترکیې له هغې وروسته د کردانو پر ضد عملیات پیل کړل چې ټرمپ له هغې سیمې د خپلو ځواکونو د ویستلو خبر ورکړ.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته