پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

شکایتونو کمېسیون د ۱۸۱۷ محلونو رایو د بیا شمېرلو فیصله کړې
نیټه: Wed, 16 Oct 2019 13:31:27 +0000

 

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وایي، تر دا مهاله یې د ولسمشریزو ټاکنو په اړه د هېواد په سطحه د ثبت شوو ۴۵۳۸ شکایتونو له جملې نه د ۴۳۶۲مورده په اړه فیصله کړې ده.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون کمېشنر مولوي دین محمد عظیمي د چهارشنبې په ورځ  خبریالانو ته وویل، د څېړل شوو شکایتونو لهمخې د ۱۸۱۷ محلونو د رایو د بیا شمېرلو فیصله شوې ده.
عظیمي همدارنګه زیاته کړه، چې ۷۷ نور محلونه چې د ټاکنو په ورځ یې د امنیتي ستونزو له امله د تړل کېدو راپور ورکړل شوو رایې باطلې اعلان شوي دي.
هغه همدارنګه زیاته کړه، چې د ثبت شوو شکایتونو د څېړلو له مخې۵۰ تنه نقدي جریمه شوي او ۸ تنه له خپلو دندو څخه ایستل شوي دي.
نوموړي وویل، چې د ثبت شوو شکایتونو له مخې ۹۰۷ تنه عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شوي دي
د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون مشرې زهره بیان شینوارې هم وویل، چې ټول شکایتونه د قانون لهمخې څېړل شوي دي او زیاته کړه، ټول هغه کسان چې د دوی د فیصلې په اړه راضي نه وي د استیناف غوښتلو حق لري.
بلخوا د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون تېره ورځ وویل، چې ټاکل شوې نن چهارشنبه مرکزي سرور ته د بایومیټریک رایو داخلول پای ته ورسېږي.
د ټاکنو کمېسیون د معلوماتو لهمخې ټاکل شوې د یادو ټاکنو لومړنۍ پایلې، د تلې پر ۲۷مه او وورستۍ پایلې د عقرب پر ۱۶مه اعلان شي.
ولسمشر غني تېره ورځ وویل، چې د ټاکنو کمېسیون خپلواکۍ او پریکړو ته باید احترام وشي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته