پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

سيګار: افغان حکومت د فساد ضد مبارزې کې بريالی دی
نیټه: Wed, 16 Oct 2019 11:07:11 +0000

 

ولسمشر اشرف غني د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا متحده ایالتونو ځانګړي سرمفتش جان ساپکو سره وکتل.
سیګار وایي افغان حکومت د فساد ضد پلانونو او پالیسیو په تطبیق کې بریالی دی. 
د افغانستان پر بیا رغونه د امریکا د څار ځانګړې ادارې سرمفتش جان سوپکو وایي دوی د فساد پر وړاندې مبارزه کې د افغان حکومت له هڅو راضي دي.
 دده په وینا افغان حکومت بریالی شوی چې د پام وړ اصلاحات راولي او په دولتي اداراتو کې د فساد په مخنیوي کې ګټور ګامونه پورته کړي.
 نوموړي له ولسمشر غني سره په لیدنه کې هیله څرګنده کړې چې دغه لړۍ پراخه شي او د فساد رېښې د تل لپاره ختمې شي. 
ولسمشر غني هم په دې لیدنه کې ویلي چې دوی د فساد پر وړاندې مبارزې ته ژمن دي او په دې برخه کې د نړیوالو همکاریو ته اړتیا لري. 
د ملي یووالي حکومت له پیل سره سم د ولسمشر غني یوه ژمنه دا وه چې فساد به له منځه وړي خو د کلونو په تېرېدو حکومت په دې بریالی نه شو چې د فساد رېښې وچې کړي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته