پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د دوربابا استوګن: چارواکو دسړک جوړولو ژمنې نه دي عملي کړي
نیټه: Wed, 09 Oct 2019 13:27:09 +0000

 

دور بابا د ننګرهار تر ټولو امن لرې پرته ولسوالۍ ده خو لا یې هم استوګن د تګ ـ راتګ لپاره پوښ سړک نلري.
که څه هم ډېر پخوا یې کارونه پیل شوې وه؛ خو بشپړ نه شو چې ان ډېری ویالې او پولچکونه خو یې اوس بیرته ویجاړ شوي هم دي.
د یادې ولسوالۍ استوګن وایي، په ځلونو یې د سړک د جوړېدو لپاره اړونده ادارو ته عرض پانې ورکړي او غوښتنې يې کړي خو عملي شوي ندي.
دوي وویل، د تګ تر ټولو لویه ستونزه هغه ناروغانو ته ده، چې دغتله یې درملنه نه کېږي.
یو شمېر خلک په ځايي چارواکو نیوکې کوي، چې په لوی لاس نه غواړي دغه سړک وروغول شي.
خو چارواکي لکه د تېر یو ځل بیا ژمنه تازه کوي، چې د دغه سړک د جوړېدو کارونه به ډېر ژر پیل شي.
د سړکونو د څارنې او ساتنې ادارې مشر وویل، بودیجه يې ځانګړې شوې او د جوړېدو قرارداد يې هم یوه شرکت ته ورکول شوی. 
د دې ولسوالۍ سربیره په یو شمېر نورو سیمو کې هم خلک د تګ ـ راتګ لپاره د سړکونو د نشتون له کبله له ستونزو سره مخ دي او غوښتنې هم دا دي، چې حکومتي دې د خلکو اساسي اړتیاو ته په کتو ژر اقدامات وکړي او ولس دې یواځې په تشو ژمنو ته تېرباسي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته