پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهار کې د خرما باغ حاصلات دوه چنده زيات شوي
نیټه: Wed, 09 Oct 2019 12:08:36 +0000

 

دغه باغ لس کاله وړاندې د متحده عرب اماراتو په مرسته د ۲۸۰۰ ونو په کېنولو څأوېښت جريبه ځمکه کې ورغول شو او ټاکل شوې وه، چې په څلورو کلونو کې حاصل ورکړي. 
که څه هم دغه باغ له خپل ټاکلي وخت وروسته حاصل ورکړ خو په تېرو دوو کلونو کې د دغه باغ حاصلات مخ په زياتېدو دي
مسؤلین وايي خرما باغ کې سږکال تر ۱۵۰ ونو حاصل ورکړی چې د اټکل له مخې تر دوو ټنو پورې به ترې خرما راټوله شي. 
دی وايي، تېر کال په باغ کې تر ۷۰ونو حاصل ورکړی و چې يو ټن خرما ترې ټوله شوې وه چې سږکال دغه کچه دوه چنده لوړه شوې ده
دی زياتوي د باغ د احاطې، پرسونل کموالي او د خرما د ساتنې او پروسس لپاره د اسانتياو رامنځته کېدو ستونزه يې اړوندې ادارې سره شريکه کړې که يې حل کړي نو د حاصلاتو زياتوالي سربېره به نورو هيوادونو او ولايتونو ته هم د دغې خرما لېږد چاره پيل شي
. د ننګرهار د کانال ادارې مشر پرويز علي بیا  تاييد کړه چې د کانال د خرما حاصلات لوړ شوي خو وايي، د لا ډيرېدو لپاره يې د نويو باغونو د جوړېدو لپاره هلې ځلې پيل کړې دي
. هغه وايي، کابل کې د متحده عرب اماراتو سفارت هم ډاډ ورکړی چې نويو فارمونو په جوړېدو کې همکاري کوي او ټاکل شوې نږدې راتلونکي کې شاوخوا يو نيم سل جريبه ځمکه کې نوي باغونه رامنځته کړي
دی د خرما باغ د ستونزو په اړه وايي، چې د کار د زياتوالي پرمهال اضافي پرسونل لېږل کېږي، احاطه يې هم موجود ده او د خرڅلاو لپاره هم د تدارکاتي قانون له مخې ګام اخېستل کېږي

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته