پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

چارواکې: هلمند کې دهند نيمه لويې وچې لپاره دالقاعده مشر وژل شوی
نیټه: Wed, 09 Oct 2019 09:44:57 +0000

 

د ملي امنیت له ریاسته رسنیو ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د تلې میاشتې پر لومړۍ نېټه د هلمند په موسی کلا ولسوالۍ کې د افغان ګډو ځواکونو په ترسره شوو عملیاتو کې د هند نیمه لویې وچې لپاره د القاعده مشر عاصم عمر وژل شوی دی.
په دغه اعلامیه کې راغلي چې د ګډو ځواکونو په عملیاتو کې د ابو ریحان په نوم یو کس هم وژل شوی، چې له ایمن الظواهري او عاصم عمر سره یې نېږدې اړیکې درلودې.
اعلامیه زیاتوي، په دغو عملیاتو کې د القاعده یو شمېر نور غړي نیول شوي هم دي چې ډېری یې پاکستاني اتباع وو.
بلخوا، وسله والو طالبانو رسنیو ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې دغه ادعا په کلکو ټکو رد کړې او ویلې یې دي چې د موسی کلا ولسوالۍ په عملیاتو کې ټول وژل شوي کسان ملکي وګړي دي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته