پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهاردولایتي شورا غړي: اساسي قانون قانون جوړونکو نقض کړې
نیټه: Thu, 10 Jan 2019 12:01:48 +0000

 

د ننګرهار د ولایتي شورا  غړي وايي  په هیواد کې اساسي قانون هغو کسانو نقض کړي  چې خپله قانون جوړونکي دي.

ولایتي شورا ښځینه غړو دا څرګندونې په ننګرهار کې د اساسي قانون د اونۍ د لمانځو پر مهال وکړي.

دوی وايي اساسي قانوني مادي هغه لوړو پوړ دولتي چارواکو نقص کړي چې اوسمهال په قدرت کې دي.

 

د ننګرهار د ولایتی شورا  غړې حمیرا رفیع  وايي هغه کسان چې اساسي قانون نقض کوي د حکومت په لوړو څوکیو کې دندې لري .

حمیرا رفیع دغه څرګندونې ننګرهار کې  د اساسي قانو ن د اونۍ د لمانځني په اړه یوه جوړه شوي غونډه کې وکړي

د ننګرهار د ولایتی شورا دغه غړې وايي دلوړ پوړو  دولتي چارواکو لخوا د اساسي قانون د ځينو موادو نقض کول ددې  لامل شوی چې نا امنیو ته لاره هواره کړي.

 

دوی وايي  چېد ملی شورا پر غړو دې هم قانون پلی شي چې  قضايي مصنونیت  لري او په ځينو مواردو کې قانون ته ژمن ندي

رفیع وايی په افغانستان کې یوشمیر لوړ پورړي کسان ځانونه د قانون څخه لوړ بولي او دلته یوازې قانون بیا  په غریبو پلی کیږي .

بلخوا د ننګرهار د ښځو چارو ریسه فتانه عزیز وايي چې دا ډول ناستي کولي شي ښځې د خپلو شته حقوقو څخه خبرې کړي .

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت د جدې دمیاشتي ۱۴  نیټي څخه تر ۲۱  پوري د اساسي د اونې په نوم نومولي .

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته