پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

اشرف غني خبریالانوپه کارونوکې دنه مداخلي ژمنه وکړه
نیټه: Thu, 10 Jan 2019 11:55:54 +0000

 

ولسمشر غني خبریالانو سره ژمنه وکړه چې حکومت به د دوی په کارونو کې مداخله نه کوي او د نورو د مداخلو مخنیوی به وکړي.

ولسمشر غني دا څرګندونې د ۳۴ ولایتونو خبریالانو سره د ناستې پرمهال وکړي او زیاته کړه چې خبریالان دې د امنیتي مسایلو په اړه وړاندیزونه امنیت شورا سره شریک کړي.

نوموړي د فساد سره مبارزه اړینه وبلله  او زیاته یې کړه چې غل او غاصب ته باید قومي بیمه ورنه کول شي

د افغانستان ولسمشر له خبریالانو سره ژمنه وکړه چې د دوی په کارونو کې به د مداخلو مخه ونیسي.

اشرف غني په کابل کې د ۳۴ ولایتونو له یو شمېر ازادو خبریالانو سره د کتو پرمهال وویل  حکومت د خبریالانو او رسنیو په کارونو کې مداخله نه کوي خو د نورو د مداخلو مخنیوی د حکومت دنده ده .

ولسمشر له خبریالانو وغوښتل چې د خپلو امنیتي مسایلو په اړه خپل وړاندیزونه د ملي امنیت له سلاکار سره شریک کړي.

غني د اطلاعاتو فرهنګ وزارت ته  لارښوونه وکړه چې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د تطبیق لپاره دې د عمل پلان جوړ او د ښځینه خبریالانو ځانګړو مسایلوته دې رسیدګي وشي

ولسمشر غني وايي د فساد ضد مبارزه حیاتي او د ولس مهمه غوښتنه ده،  غل، غاصب او فاسد چې هیڅ قوم ته منسوب نه دی، دوی ته دې قومي بیمه نه ورکول کېږي.

په‌دې غونډه کې د حکومت ویاندویانو هم برخه اخېستې وه.

د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ دفتر یا نی د تېر میلادي کال په راپور کې څرګنده کړې ده چې له خبریالانو سره د تاوتریخوالي ۵۵ په سلو کې پیښې د حکومتي چارواکو له لورې شوي دي

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته