پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهارپه مومندرې کې یوشمیر لوې کلې له وسله والو پاک شول
نیټه: Thu, 10 Jan 2019 11:38:41 +0000

 

افغان ځواکونو د ننګرهار په مومندرې ولسوالۍ د پيل کړو عملياتو په پايله کې يو شمېر لوى کلي د وسله والو له شتون پاک کړي

چارواکي وايي، په هغه سيمو کې به د دايمي امنیت ساتنې لپاره قوتونه ځاى پر ځاى کوي چې له تحديداتو سره مخ دي

ولسي خلک له عملياتو خو خوښ دي خو له حکومت غواړي چې له دوي سره هر اړخيزې مرستې وکړي

افغان ګډو ځواکونو د ننګرهار په مومندرې ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د ځپلو په موخه قهر سيلاب 4- 20 پوځي عملیات پيل کړي.چارواکي وایي، دغه عملیاتو کې یې 15 لوى کلي له وسله والو طالبانو نیولی او ډاډ یې دا دی چې تر هغې یې روان وساتي تر څو په بشپړه توګه دغه ولسوالي خوندي شوي نه وي.

دوي وايي تر هغې وروسته چې له دفاع تعرضي حالت ته تللي ګڼې لاسته واوړنې لري.

د پوځ مسوولینو وویل، د دې سیمې د ډاډ امنیت لپاره د طالبانو پر ضد د پیل شوي ولسي پاڅون د همکارۍ سربیره په حاکمې نقاطو پوستې هم ځای پر ځای کړي.

ځايي خلک هم له عملیاتو خوښ دي.قومي مشران وایي سیمې له پرمختګ پاتې دي او غوښتنې يې دا دي چې ټولګي پروژې دې په کې پلي شي.

 یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې په غني خېلو ولسوالي کې هم ګډو ځواکونو پوځي عملیات ترسره کړي وو چې د مسوولینو په وینا دغه ولسوالۍ په بشپړه توګه د طالب وسله والو له شتون پاکه کړې ده

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته