پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

افغان حکومت د ایراني چارواکو څرګندونو ته غبرګون ښودلي
نیټه: Thu, 10 Jan 2019 11:34:45 +0000

 

راتلونکي افغان حکومت کې طالبانو ته د ونډې ور کولو په هکله ایران د بهرنیو چارو وزیر د خبرو په ځواب کې د افغان ولسمشر مرستیال ویاند وايي، ایراني چارواکي د طالبانو د ویاندانو په څېر عمل کوي.

د شاه حسین مرتضوي دا خبرې له هغه وروسته دي چې جواد ظریف وویل، دا ناشونې ده چې افغان طالبان د افغانستان راتلونکي حکومت کې کوم رول ونه لري.

مرتضوي خپله فیسبوک پاڼه کې دا هم ویلي چې ایران له کلونو راهیسې له کورني سیاسي کړکېچ کړېږي ولې یې د اواري لپاره پر خبرو فکر نه کوي.

جواد ظریف له اېڼ ډي تلوېزون سره مرکه کې له طالبانو سره د تهران پر خبرو وغږېد او ټینګار یې وکړ، چې راتلونکي حکومت کې طالبانو ته د رول ور کولو پرېکړه باید افغان ولس وکړي.

ظریف د هند له یوه تلوېزوني چینل سره مرکه کې دا هم وویل، چې د طالبانو دا رول باید برلاسی نه وي.

جواد ظریف هم مني چې دا هېواد د خپل امنیت لپاره له طالبانو سره نارسمي او محدود اطلاعاتي تماسونه لري.

تېره دوشنبه د ایران د ملي امنیت شورا سرمنشي علي شمخاني هم د افغان سولې خبرو کې د خپل هېواد د رول په هکله هیله وښوده او ویې ویل چې طالبان سلا غورځولو ته چمتو دي.

د تېر ډیسمبر پر ۳۰ د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند بهرام قاسمي هم خبریالانو ته وویل، چې د طالبانو یوه پلاوي تهران کې د دغه وزارت له مرستیال عباس عراقچي سره اوږدې خبرې کړې دي.

د هغه په خبره، دا خبرې افغان سوله کې د ایران د همکارۍ لپاره وې.

نوموړي دا خبرې مهمې وبللې، خو ټینګار یې وکړ چې له طالبانو سره خبرې د دې ډلې له دریځ سره همغږي نه ده.

طالبانو هم منلې چې یو پلاوی یې تېره اونۍ تهران ته تللی و.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته