پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

قومې مشران: څوک چې وسله والو سره همکاري وکړي کورونه يي سوځول کیږي
نیټه: Wed, 09 Jan 2019 12:26:58 +0000

 

د ننګرهار دوربابا ولسوالۍ قومي مشران وايي د هغوی خلکو کورنه  سوځول کیږي چې له وسله والو مخالفینو سره همکاري وکړي.
دوی وايي هغوی به هم سخت جریمه کړي چې د انجونو پرسر لوړ ولور واخلي او  یا يې ورکړي.
خو ددې ولسوالۍ هستوګن ګیله لري او وايي چې له حکومت سره د دوی همکاري زیات او د حکومت پام ورته کم دی.
د شینوارو د شپږو ولسوالیو قومي مخور او مشران دلته په بېلابېلو برخو کې د قومي تړو په هدف راټول شي چې موخه يې د نشه يي توکو مخنوی له وسله والو سره نه همکاري او ډير ټينګار يې د شینوارو په قومي یوالي دی. 
دسیمې هستوګن له حکومته هم ګیله من دي او وايي د دوربابا ولسوالۍ اوسیدونو کې تل له کومت سره همکار پاتې شوي او کلونه کيږي چې په خپلو ځمکو يې کوکنار نه دې کرلي خو په مقابل کې يي د حکومت پام دي ولسوالۍ ته هغسي ندی څنګه يې چې ولسونه تمه لري. 
د دورباب پخوانی ولسوال او قومي مشر حاجي همیشه ګل اندیښنه ښایي او وايي د شینوارو په ګډون دننګرهار په یو شمير ولسوالیو کې د حکومتي ځواکونو په عملیاتوکې دوسله والو ځپل ددې لامل شوي چې طالب وسله وال د دوربابا ولسوالۍ شاوخواته را نږدي شوي او پدي ولسوالۍ د ډله ایزي حملي تابیا نیسي. 
د تیرو دوه میاشتو په اوږدو کې دا دریمه لویه غونډه ده چې د شینوارو په بېلابېلو ولسوالیو کې د حکومت په ملاتړ ،دوسله والو په مخالفت او د شینواري قومونو د یوالي په هدف ترسره کيږي خو تر اوسه يې کومه څرګنده لاسته راوړنه نه ترسترګو کيږي.    

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته