پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د سولې شورا پلاوي د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره پر سوله خبرې کړې
نیټه: Wed, 09 Jan 2019 12:09:11 +0000

 

د عمر داودزي په مشرۍ د افغانستان د سولې پلاوي د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره پر سولې خبرې کړي.
د سولې شورا وايي په دې لیدنه کې د پاکستان او افغانستان د علماوو د ګډې غونډې جوړېدو په اړه هم بحث شوي.
د افغان د سولې عالي شورا پلاوي د پاکستان د جمعيت علماء اسلام د يوه مذهبي ګوند له مشر سره هم لیدلي دي او پر سولې یې خبرې کړي دي.
د عمر داوودزي په مشرۍ د افغانستان د سولې پلاوي د پاکستان د بهرنيو چارو له وزير سره پر سولې او د دواړو هېوادونو د علماوو ترمنځ پر ګډ کنفرانس خبرې وکړې.
د سولې عالي شورا وياند سيد احسان طاهري چې له دغه پلاوي سره اسلام اباد ته تللى ویلي چې د عمر داوودزي په مشرۍ افغان پلاوي د پاکستان د بهرنيو چارو له وزير شاه محمود قريشي سره لیدلی.
هغه زياته کړه چې په دې لیدنه کې د دواړو لورو له خوا د سولې بهير پر چټکتيا او د دوه اړخیزو اړيکو پر ټينګښت خبرې وشوې او خپل نظريات يې سره شریک کړل.
د نوموړي په وينا، همداراز د پاکستان او افغانستان د علماوو د ګډې غونډې جوړېدو په اړه هم بحث وشو او د پاکستان بهرنیو چارو وزیر په دې برخه کې د هر راز همکارۍ ژمنه وکړه.
طاهري وايي، تمه ده چې داوودزی به په خپل څلور ورځني سفر کې د پاکستان د پوځ د مشر جنرال باجوه تر څنګ له يو شمېر سیاسي، نظامي او مذهبي مشرانو سره د سولې د بهیر چټکتیا او د افغانستان دولت او طالبانو ترمنځ د مستقیم مذاکراتو پیلولو په اړه خبرې وکړي.
د يو بل خبر له مخې، د افغان د سولې عالي شورا پلاوي د پاکستان د جمعيت علماء اسلام د يوه مذهبي ګوند له مشر مولانا فضل الرحمن سره هم ليدلي دي.
د سولې شورا وياند وايي چې له نوموړي سره په ليدنه کې هم پر افغان سولې خبرې وشوې.
بلخوا د ياد ګوند له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ليدنه کې افغان پلاوي د ولسمشر اشرف غني يو پيغام مولانا فضل الرحمن ته وسپاره

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته