
د ایران ولسمشر حسن روحاني وايي ټرمپ واکمنۍ ته تر رسېدو وروسته ۱۱ ځله کوښښ کړی چې له ایران سره مذاکرات وکړي او په دې توګه روانې ناندرۍ پای ته ورسوي.
د روحاني په وینا ایران د ټرمپ ټولې غوښتنې رد کړي دي او تر دې دمه هم اټومي هوکړې ته ژمن دی.
د ایران او امریکا ترمنځ اړیکې وروسته له دې ډېرې ترینګلې شوې چې ټرمپ له ایران سره له شته اټومي تړون ووت.
ده وویل چې ایران په سیمه کې د ترهګرو ملاتړ کوي، هڅه کوي اټومي وسلو ته لاسرسی پیدا کړي او د سیمې په نارامۍ کې لاس لري نو ځکه امریکا پر دغه هېواد بېرته بندیزونه لګوي.
ایران بیا وايي چې دوی پر ځان بسیا دي او د امریکا بندیزونه به هېڅ ډول زیان ورته وا نه ړوي.
|