پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

نازیانو کې له وسله والو څخه پاکي شوېوسیموکې پاڅونوال ځای پرځای شول
نیټه: Tue, 04 Dec 2018 12:13:14 +0000


 
 
په بمونو وران شوي دا کورونه د نازیانو ولسوالۍ د هغه اوسیدونکو دي چې کلونه وړاندې يې د حکومت ضد وسله والو ته پریښي او ځانونه يې خوندي ځایونو ته انتقال کړي وو 
خو له تیرو شپږ ویشتو ورځو راهیسې پدې سیمه کې د افغان ګډو امنیتي ځواکونو له لوري تصفیوي عملیات پیل شوي چې د امنیتي ځواکونو په وینا ۱۷ کلي يې د وسله والو له شتون نه پاک کړي او وسله والو مخالفینو ته يې د درنې مرګ ژوبلي له اوښتو سربيره د هغوي وسلې او مهمات هم له منځه وړي 
امنیتي مسؤلین وايي هغه سیمې چې تازه يې د وسله والو له شتون نه پاکي کړي ځايي پاڅونوالو ته په کې قرارګاه او پوستې جوړوي چې له دې وروسته به د ځايي پاڅونوال د خپلو سیمو نه ساتنه کوي او د اړتیا پرمهال به امنیتي يې ځواکونه همکاري کوي 
ځايي اوسیدونکي هم خوښ دي چې له څو کلونو وروسته یو ځل بیا خپلو سیموته راغلي او اوس د پخوا په څېر ویره نه احساسوي خو له حکومته يې غوښتنه داده چې د دوی ستونزې دې له پامه نه غورځوي او دوی ته دې د وراوښتي زیانونو په بدل کې له دوی سره همکاري وکړی 
دننګرهار په نازیانو ولسوالۍ کې چې نږدی نهه کاله پکې وسله والو کله خپل منځې او کله هم دحکومت ضد جګړه کوله خو پنځه ویشت ورځې وړاندې پکې د ګډو افغان امنیتي ځواکونو له لوري تصفوي عملیات پیل شوي چې امنیتي مسؤلین په دې عملیاتو کي وسله والو ته دمرګ ژوبلي د اوښتو خبره کوي او له حکومتي ځواکونو يې یوازي د دوه تنو برسیرن ټپي کیدل هم منلي

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته