پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

چارواکي: غزني کې يي ٧٢ وسله وال طالبان وژلي
نیټه: Tue, 04 Dec 2018 11:30:53 +0000


 
د غزني چارواکي ادعا کوي چې په درېيو ولسواليو کې د هوايي بريدونو او عملياتو په ترڅ کې ٧٢ وسله وال طالبان وژل شوي،خو طالبان بيا دغه څرګندونې رد کړې.
غزني د والي وياند محمد عارف نوري وويل تېره شپه افغان او بهرنيو ځواکونو د ناوې ولسوالۍ په لوا مرغي او خوشحال او د ګيلان ولسوالۍ په کلادين سيمو کې د طالبانو پر مرکزونو ځمکني او هوايي بريدونه کړي دي.
ده وويل چې د دغو بريدونو له امله ٢٠ طالبان په ناوې کې او ٤٠ طالبان هم په ګيلان ولسوالۍ کې وژل شوي دي.
نوري زياته کړه چې په دغو عملياتو کې د طالبانو درې موټر او پنځه موټر سايکلونه او يو شمېر وسلې او مهمات هم له منځه تللي دي.
دغه راز هغه وويل چې بهرنيو ځواکونو د خوږياڼو ولسوالۍ په کډي سيمه کې د طالبانو پر مرکز بريد کړى چې په ترڅ کې يې ١٢ طالبان وژل شوي دي.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد وويل چې په ځينو سيمو کې پر وسله والو طالبانو هوايي بريدونه شوي، خو حکومت له ماتې سره مخ دى، نو ځکه د طالبانو د مرګ ژوبلې شمېره لوړه ښيي.
مجاهد وايي چې په تېرو څلورو ورځو کې په ټول غزني کې ٩ طالبان وژل شوي او ١٣ نور ټپيان   دي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته