پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

طالبانو د صیاد ولسوالۍ امنیه قوماندان او۵ ساتونکي يي ووژل
نیټه: Tue, 04 Dec 2018 11:13:45 +0000

 

د سرپل ولایت د صیاد ولسوالۍ امنیه قوماندان عبدالمالک نظامي او د ده دوه ساتونکي د وسله‌والو طالبانو په يوه حمله کې وژل شوي.
د سرپل ولایت سیمه ییز چارواکي وايي د دغه ولایت د صیاد ولسوالۍ امنیه قومندان عبدالمالک نظامي تېره شپه د طالبانو په برید کې وژل شوی دی.
د سرپل ولایت د والي ویاند ذبیح الله اماني وویل، چې تېره شپه وسله والو طالبانو د صیاد د ولسوالۍ پر مرکز بریدونه وکړل، چې په پایله کې یې د ولسوالۍ امنیه قومندان او د هغه شپږ سرتېري ووژل شول او اوه تنه نور ټپیان شول.
د سرپل ولایتي چارواکي وايي، په دغو جګړو کې ۱۳ طالب وسله وال هم وژل شوي دي.
تراوسه وسله والو طالبانو د دغو جګړو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
د صیاد ولسوالۍ د سرپل ولایت يو له ناامنو ولسوالیو ده چې وخت ناوخته ترې د ناامنیو او وسله‌والو حملو خبرونه ورکول کېږي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته