پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

سټولټنبرګ وايي له افغانستانه وتل مو تر پاتې کېدو په لوړه بیه تمامېږي
نیټه: Thu, 08 Nov 2018 11:52:13 +0000

 

د ناټو سرمنشي د افغان ولسمشر غنی سره تر لیدني ورسته په هرات ولایت کي خپلو پوځيانو سره په لیدنه کي ویلي دي چي د افغانستان څخه وتل به ورته ډيره ګرانه تمامه شي
هغه ویلی دي که ناټو د افغانستان څخه ووځي نو د وسلوالي ډلی به یوځل  بیا د نورو په مرسته د بریدونو  لپاره خپل مرکزونه ډير کړي 
د ناټو سرمنشي وايي چې له افغانستانه وتل ورته په دغه هېواد کې له اوسېدو په ګرانه بيه تمامېږي.
د ناټو سرمنشي جينز سټولټنبرګ دغه څرګندونې  په هرات ولايت کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموريت اړوند قوماندانۍ کې خپلو ځواکونو ته د وينا پر مهال کړې دي.
هغه چې افغانستان ته په دوه ورځني سفر راغلى و، په لومړۍ ورځ  يې په کابل کې د ولسمشر غني په ګډون له ګڼ شمېر افغان چارواکو سره وليدل.
د نوموړي په وينا، که دا يو ډول له افغانستان سره مرسته ده، نو له بلې خوا له ناټو او نړيوالو سره هم مرسته ده او دا د نړيوالې ټولنې د امنيتي ګټو لپاره هم مهمه ده.
د ناټو سرمنشي وايي، که چېرې داسې ونه شي، نو نړيوال ترهګر به په افغانستان کې پر غربي هېوادونو بريدونو لپاره پلانونه جوړ او د دغو هېوادونو امنيت له ګواښ سره مخ کړي.
هغه زياته کړې په کابل کې له افغان مشرانو سره د ليدنو پر مهال هغوى ته مې ډاډ ورکړ چې موږ  له تاسو سره اوږودمهاله همکاريو ته ژمن يو او د افغان ځواکونو روزنې ته ادامه ورکوو
خو سټولټنبرګ ويلي چې په افغانستان کې ننګونې، سختۍ او ستونزې هم ډېرې دي او دوى دا کمه نه نيسي.
دى وايي: موږ پر دې سخت باوري يو چې له افغانستانه وتل موږ ته په افغانستان کې له اوسېدو څخه په ګرانه بيه تمامېږي
د هغه په وينا، که چېرې ناټو افغانستان پرېږدي، نو د دې خطر شته چې طالبان له نورو ترهګرو ډلو سره بيا راشي او خپل مرکزونه قوي کړي.
د ناټو سرمنشي وويل چې په دغه صورت کې به دغه ترهګر پر افغانانو او د نړۍ پر نورو هېوادونو او خلکو بريدونه ترسره کړي.
هغه په ډاګه کړې چې د افغانستان د شخړې د هواري يواځېنۍ سياسي لاره ده چې د خبرو اترو له لارې سوله رامنځته شي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته