پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهار کې اتلس زره هکتاره ځمکه کوکنار کرل کيږي
نیټه: Wed, 07 Nov 2018 12:57:01 +0000

 

امنيتي مسؤلین وايي سږکال يې د نشه يي توکو پر ضد مبارزه جدي ده او بزګران به د نشه يې توکو کرکیلې ته پری نږدي

خو بزګران وايي د حکومت نه همکارۍ د نشه يي توکو کرکیلي ته اړ کړي .

ننګرهار کې د نشه يي توکوو پرضد د مبارزي ریاست او ولایتي اداري چارواکو د نشه يي توکو دمخنيوي په هدف بزګرانو ته د عامه پوهاوې غونډه کې وویل چې اوس هم ددې ولایت په پنځلسو ولسوالیو کې د بزګرانو له لوري په اتلس زره او نهه سوه هکتاره ځمکه کوکنارکرل کيږي.

د یو شمیر ولسوالیو بزګران وايي که څه هم له تیرو دوه کلونو راهیسي يي په خپلو ځمکو کوکنار ندي کرلي خو حکومت هم هغسي چې ژمني يې کړي له بزګرانو سره يې همکاري نه ده کړي.

ځينې بزګران بیا وايي د حکومت د نه پاملرني اړایستي چې بیاځلې په خپلو ځمکو کوکناروکري.

خو دننګرهار امنیتي مسؤلین وايي داکال يې د نشه يي توکو پرضد مبارزه جدي ده او هیڅ بزګر ته به په خپلو ځمکو دکوکنارو دکراجازه ورنکړي .

امنیه قومندان وايي که بزګر په خپلو ځمکو کوکنار وکري دوی به يي کرلي فصلونه له منځه یوسي.

ننګرهار دهیواد یو له هغو ولایتونو شميرل کيږي چې لا هم پکې په پراخه کچه کوکنار کرل کيږي.
خو داچي سږ کال به بیا په څومره ځمکه کوکنار وکرل شي په اړه يي څه وویل له وخته وړاندې دي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته