پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

سولې شورا: مسکو غونډه کې مود ګډون موخه سولې ته د طالبانو هڅول دي
نیټه: Wed, 07 Nov 2018 10:20:51 +0000

 

د سولې عالي شورا وایي، د مسکو ناسته کې یې د ګډون موخه دا ده چې وسله وال طالبان له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته وهڅوي. 
د یادې شورا مرستیال او د مسکو ناسته کې د ګډون کوونکي پلاوي مشر عزیزالله دین محمد وايي چې دوی به د مسکو د غونډې ګډونوالو ته د افغان سولې د روانې پروسې او اهمیت په اړه معلومات ورکړي.
 هغه ویلي چې په دې ناسته کې به طالبان وهڅوي څو افغان کشالې ته د حل پر سیاسي لارو چارو غور وکړي.
 د بهرنیو چارو وزارت وایي دوی له روسي چارواکو سره په یاده ناسته کې پر ګډون هوکړې ته نه دي رسېدلي او کوم استازی به یې په یاده ناسته کې ګډون ونه کړي. 
یاد وزارت ویلي، سولې شورا به د یو خپلواک بنسټ په توګه یاده ناسته کې ګډون وکړي.
 ټاکل شوې دا غونډه د نوامبر میاشتې په نهمه د روسیې په پلازمینه مسکو کې جوړه شي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته