پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

دننګرهاربزګران وايي دکال کړې خواري یې د اجارې لګښت هم نشي برابولی
نیټه: Sat, 13 Jan 2018 13:17:59 +0000

دوي وايي د سړو خونو او مناسب مارکیټ د نشتون له امله خپل حاصلات تر ټولو په کمه بیه پلوري 

دکرنې ریاست مسؤلین هم د بزګرانو ستونزې مني او وايي چې په نږدي راتلونکي کې به یې ستونزې حل شي 
ننګرهار د هیواد يو له هغو ولایتونو شمیرل کيږی چې هم پکي کرنیزي ځمکي ډيرې او هم یې د اکثریت اوسیدونکو ورځنۍ پیشه بزګرۍ ده 
دلته کرنیزی ځمکي خورا ښه حاصل ورکوي خو دحکومت بې پامۍ یې ددې لامل شوی چي بزګران یې په خپلي کړي خوارۍ پښیمانه کړي 
ګل اکبر چې کال دولس میاشتي له سهاره تر ماښامه له خپلو اولادونو سره یوځای په دې ځمکو کې په کرکیله او حاصیلاتو په ټولیدو بوخت وي وايي د کرنیزو حاصلاتو لپاره يې د مناسب بازار او سړو خونو نشتون ددې لامل شوی  چې خپل حاصلات تر ټولو په کمه بیه وپلوري 
ښایسته باز بل هغه بزګر دی چې کرې ورځ يې لاسونه په خاورو خړ وي او ډوډۍ ګټلو لپاره يې یواځینې زریعه همدا بزګري ده 
خو دده په وینا که يې بخت ورسره یارې وکړه نو له خپلو فصلونو يې څه ناڅه ګټه کړي وی کنه نو ډيری وخت يي تر لاسه کړي حاصلات خپل مصارف هم نشی برابرولی 
دوی له حکومته غواړي چې حاصلاتو ته يې مناسب مارکیټ جوړکړي ترڅو پکي بزګران خپل حاصلات په وړ بیه وپلوری 
دکرنې ریاست چارواکي هم د بزګرو ستونزه مني او وايي چې ددې ستونزې دحل لپاره يي دښاروالي له مسؤلینو سره هم خبري کړي تر څو په دې  ولایت کې کرنیزو حاصلاتو ته مناسب مارکیټونه جوړ کړي دوی وايي  د سړو خونو په برخه کي يې هم یو ساختماني شرکت سره قرار داد کړی خو دشرکت مسؤلین ونه توانیدل چې په خپل وخت يي چارې بشبړی کړي او په نږدي راتلونکی کې به د سړوخونو دجوړیدو چارې یو بل ساختماني شرکت ته وسپارل شي 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته