پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

هند د مرسته شویو غنمو لومړنۍ جوپه کابل ته را رسېدلې ده
نیټه: Sat, 13 Jan 2018 12:30:12 +0000

د هند لخوا افغانستان سره د مرستو شویو غنمو لومړنۍ جوپه کابل ته ورسیده او د کرنې وزارت لخوا به په زیرمتونو کې زیرمه شي.
د افغانستان د کرنې وزارت د چارواکو په وینا له دې غنمو به د طبعې پېښو پر وخت ګټه واخیستل شي.
بلخوا هندي چارواکي وايي دا مرستې د هند او افغانستان تر منځ د ژورو اړیکو ښکارندوي کوي. 
وروسته له دوو میاشتو د هند د مرسته شویو غنمو لومړنۍ جوپه کابل ته را ورسېده. ویل کیږي چې دا غنم به د کرنې وزارت په زیرمتونونو کې زیرمه او وساتل شي.
د هند لخوا  افغانستان سره  د ۱۱۰ زره متریک تن غنمو څخه یې ۲۲۰۰ متریک ټنه غنم د ایران د چابهار څخه کابل ته راوسیدل او ۶۰ زره ټنه نور غنم هم د چابهار بندر ته رسیدلي دي.
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزیر نصیر احمد دراني ددې مرستو شویو غنم په اړه په یوه غونډه کې وویل چې ۲۲۰۰ ټنه غنم د کابل په مرکزي سیلو ځای پر ځای شي.
نوموړي زیاته کړه چې ۶۰ زره مټرک ټنه نور غنم چې چابهار بندر ته رسیدلي او همدارنګه ۵۰ زره ټنه پاتې نور غنم چې لا افغانستان ته نه دې رسیدلي په هلمند،غزني ، لغمان ، هرات ، قندهار ، کابل او ننګرهار کې ذخیره شي.
نوموړي زیاته کړه چې له دې غنمو به د طبعې پېښو پر وخت ګټه واخیستل شي.
په کابل کې د هند سفارت شارژدافیر د دې مرسته شویو غنمو د لومړنۍ جوپې د را رسېدلو پر مهال وویل؛ دا مرستې د هند او افغانستان تر منځ د ژورو اړیکو ښکارندوي کوي. 
نوموړي ژمنه وکړه، چې هند به تل د افغانانو تر څنګ ولاړ وي او له دې هېواد سره به خپلو مرستو ته دوام ورکوي.
 هغه د چابهار بند ته په اشارې وویل، افغانستان یو په وچه کې را ګېر هېواد دی او دا یې نړیوال حق دی چې نړیوالو تجارتي بندرونو ته لاسرسی ولري. 
نوموړي که څه هم د کوم هېواد نوم وانخیست خو و یې ویل بدبختانه چې دا حق د یو مشخص هېواد له لوري تر پښو لاندې کېږي.
ده زیاته کړه چې هند غواړي د افغانستان سره خپلې اړیکي لا غښتلي کړي .
د هندي چارواکو په وینا هندوستان  په تیرو ۱۶ کلونو کې د نورو مرستونو ترڅنګ ۱،۱ میلون متریک غنم مرسته کړی ده .

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته