پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهارکې چاودنې ۹ ملکي وګړوته مرګ ژوبله اړولي
نیټه: Wed, 13 Sep 2017 12:28:17 +0000

 

د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې د ځای پر ځای شوي ماين د چاودنې له امله يو کس وژل شوی او اته نور ټپیان دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي وويل چې مرکز جلال اباد ښار څلورمې ناحيې اړوند د مالوچو کوڅه کې نږدې ۳ بجې د سبزيو په يوه دوکان کې د ځای پر ځای شوي ماين چاودنه کړې ده.
هغه وويل چې د يادې چاودنې له امله شپږ ملکي وګړي ټپیان شوي چې د درملنې په موخه د ننګرهار حوزوي روغتون ته لېږدول شوي.
خوږياڼي د ټپي کسانو د روغتيايي وضعيت په اړه ډاډ څرګند کړ او زياته يې کړه چې پوليسو د پېښې په اړه پلټنې پيل کړې دي.
په همدې حال کې  د ننګرهار د حوزوي روغتون سرطبيب ډاکټر احسان الله کامه وال وويل چې د پېښې له ځايه ورته يو جسد او اته ټپيان ور وړل شوي دي.
هغه د وژل شوي او ټپيانو د هويت په اړه جزئيات ور نه کړل خو د ټپيانو د وضعيت په اړه يې وويل چې د څو تنو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی.
تر اوسه د دې چاودنې مسووليت چا پر غاړه نه دی اخيستی.
د يادونې ده، په دې وروستيو  کې په ټول ننګرهار ولايت او په ځانګړې توګه په جلال اباد ښار کې چاودنې او بريدونه زيات شوي دي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته