پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

کابل کې کرکټ بورډ سره نږدې ځانمرګي برید ۳ تنه ووژل
نیټه:



د افغانستان کرکټ بورډ سره نېږدې په ځانمرګي برید کې درې تنه وژل شوي او پنځه تنه نور ټپيان دي.
د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند بصیر مجاهد وویل يوه ځانمرګي غوښتل چې د کابل نړیوال لوبغالي ته دننه شي خو د امنیتي ځواکونو له خوا تر پېژندل کېدو وروسته یې ځان ته چاودنه ورکړه او ياده مرګ ژوبله يې واړوله.
د کابل پوليس وايي چې ځانمرګی پلی و او شاوخوا څلور بجې يې کرکټ بورډ ته نږدې ځانته چادونه ورکړې.
د مجاهد د معلوماتو له مخې په وژل شوې درېو تنو کې دوه يې ملکیان او يو تن يې امنیتي کس دی.
بل خوا د عامې روغتیا وزارت ویاند اسماعیل کاوسي وویل چې تر اوسه پورې له دې پېښې یو تن مړی او ۸ تنه ټپیان روغتونونو ته وړل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په کابل کې د شپږیزې کرکټ لیګ سیالیو په لړ کې د بست ساتونکو او مس عینک اتلانو لوبډلو ترمنځ په کابل نړیوال لوبغالي کې سیالي روانه وه.
په دغو سیالیو کې د ګډون لپاره له لسو هېوادونو څخه ۳۰ بهرنيان چې په کې لوبغاړي، روزونکي او مبصرین شامل دي کابل ته راغلي. 
د دې چاودنې مسووليت هم تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخیستی.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته