پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهارکې پنځه داعش وسله وال وژل شوي
نیټه: Wed, 13 Sep 2017 11:36:46 +0000

 

د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، اچین او نازیانو ولسوالۍ کې د هوایي بریدونو له امله پنځه داعش وسله وال وژل شوي دي.
د ننګرهار ولایت د رسنیو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې تېره ورځ ناوخته د اچین ولسوالۍ د پیښې په سیمه کې د بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکې د هوایي برید له امله ۳ داعش وسله وال وژل شوي او د دوی ګڼ شمېر وسله هم له منځه وړل شوې ده.
سرچینه دغه راز وایي، چې چهارشنبه سهار لس بجې د نازیانو ولسوالۍ اړوند سیمه کې د بې پیلوټه الوتکې په هوایي برید کې ۲ بهرني داعش وسله وال وژل شوي دي.
داعش وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته