پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

نورستان کې دټولګټوپروژو چارې پيل شوې
نیټه: Tue, 12 Sep 2017 13:36:25 +0000

 
د نورستان مرکز پارون کې د ښار او کور جوړونې وزارت له لوري د ۱۳۴ ميليونه افغانيو په لګښت د درېيو ټولګټو پروژو چارې پيل شوې.
په يادو پروژو کې د ولايت مقام، د ولايت ميلمستون او د دغه ولايت د څارنوالۍ رياست لپاره د نويو ودانيو جوړول شامل دي.
د نورستان د والي وياند سعيد مومند د وږي په ۲۱مه وويل، چې د يادو پروژو د پرانستې لپاره د ښار او کور جوړونې وزير سید منصور نادري د یو ګډ پلاوي په ملتیا دغه ولایت ته سفر کړی و.
هغه زياته کړه، وزير لومړی د نورستان ولايت له چارواکو او خلکو سره وليدل او شته ستونزې يې د حل په موخه واورېدې.
مومند وايي، په سر کې د نورستان والي حافظ عبدالقیوم په نورستان ولایت کې د روانو انکشافي کارونو په تړاو خبرې وکړې او د کور او ښار جوړونې له وزیر څخه یې مننه وکړه چې سږ کال یې نورستان ولایت ته ډیرې پروژې په پام کې نیولي دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، د کور او ښار جوړونې وزير سید منصور نادري په خپلو خبرو کې ډاډ ورکړ، چې غوښتنې به يې کابينه کې د حل په موخه شريکوي.
د نورستان د والي وياند زياتوي، وروسته د ښار او کور جوړونې وزير او د نورستان ولايت چارواکو په دغه ولايت کې د ۱۳۴ ميليونه افغانيو په ارزښت د دريو پروژو چارې پيل کړې.
هغه وايي، په يادو پروژو کې د ولايت مقام لپاره دوه پوړېزه ودانۍ ده، چې ۵۰ ميليونه افغانۍ لګښت پرې راځي، د ولايت د ميلمستون دوه پوړيزه ودانۍ، چې ۴۰ ميليونه افغانۍ لګښت پرې راځي او دغه راز د استيناف څارنوالۍ رياست لپاره دوه پوړېزه ودانۍ شامل ده، چې ۴۴ ميليونه افغانۍ لګښت پرې راځي.
سعيد مومند وايي، د يادو درې واړو ودانيو چارې به په راتلونکو دوو کلونو کې بشپړې او ګټې اخېستنې ته به وسپارل شي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته